زمونږ ليد لوري
مونږ په دې اند یو، چې د افغانستان د شخړو حل مرکز داسې یو ځای ووسي، چېرته چې ملی او نړیوال سوداګر، ملی او نړیوال سازمانونه او وګړي د محکمې څخه بهر په یوه مناسبه، اغیزمن او د اعتماد وړ سیستم لکه منځګړیتوب او حکمیت له لارې خپلې تجارتي شخړي حل و فصل کړي. مونږ د افغانستان د شخړو حل مرکز د یوې مرستندویې ادارې په بڼه د هېواد د سوداګرۍ او پانګه اچونې د پرمختګ په موخه رامنځته کړی دی.
زمونږ رسالت
د افغانستان د شخړو حل مرکز خپل رسالت ګنې، چې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د سیمه ایزو او نړیوالو سوداګرو او پانګه اچوونکو حمایه، تشویق او پام د شخړو حل خدمتونو له لارې په ډېر کم مصرف، شفاف او مسئوولانه ډول جلب کړي.
زمونږ ارزښتونه
خپلواکي او عدالت: د افغانستان د شخړو حل مرکز مسلکي کارکوونکي او پروسه به د منځګړیتوب او حکمیت خدمتونو په بهیر کې په پوره ډول خپلواکه وي.
مسلکیتوب: مسلکیتوب د افغانستان د شخړو حل مرکز بنسټ جوړوي. مونږ پوهېږو چې زمونږ لپاره دا ډیره اړینه ده، چی زموږ کارکوونکي د شخړو دحل لارو چارو په اړه پرلپسې او تازه روزنه تر لاسه کړي او په نړیواله کچه د شخړو د حل لارو خدمتونو وړاندې کوونکو سره په اړیکه کې وساتل شي. ترڅو زموږ دغه مسلکي کسان موږ په ټولو کارونو کې مخکښ وساتي.
څواب ويل: مونږ باور لرو، چې ځواب ویل د افغانستان د شخړو حل مرکز د خدمتونو داعتبار اوکیفیت مټه جوړوي. مونږ د ځواب ویلو او څارنې سیستمونو نه په ګټه اخېستلو سره د خپلو مسلکي کارکوونکو کړنې څارو او د هغو کسانو لپاره چې دا احساس ولري چې دوي سره مناسب او بې پرې چلند نه دی شوي، ځواب ووایو او سمون راولو.
سپیڅلتوب او روڼتیا: د افغانستان د شخړو حل مرکز ځواکمنتیاپه سپیڅلتوب او شفافیت کې ده. چې د شخړو د حل په موخه افغانستان کې معرفي کېږي. مونږ یو اغیزناکه بهیر جوړ کړی، چې د ارزونې، انډول رامنځته کېدو او کار لپاره کارول کېږي. تر څو د فساد څخه پاک چارپیریال ولرو.