لمړۍ ماده:

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د قواعدو پلې کیدل:

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکزقواعد هغه وخت تطبیق کیږي، چې ښکیلو اړخونو شرط ایښی وي یا د دوی تر منځ په تړوڼ کې راغلي وي، چې خپلې شته او یا راتلونکې شخړې به د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د منځګړیتوب د قواعدو لاندې، د منځګړیتوب او یا مصالحې له لارې حلوي، یا یيد شته او راتلوونکو شخړو حل لپاره د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز تر چطر لاندې منځګړیتوب یا مصالحه، بي له دې چې کوم ځانګړي قواعد وټاکې، غوره کړې وِي،  په داسې حالت کې د افغانستان د سوداکریزو شخړو حل مرکز د منځګړیتوب قواعد د غوره کړل شوېو قواعدو او د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د منځګړیتوب اداره کوونکې ګڼل کیږي.

د دي قواعدو لاندې منځګړیتوب محرم، اختیاري، غیر الزامآور او د شخړی حل شخصې بهیر دی په کوم کې چې یو بیې پرې کس ( منځګړی) له خواوو سره مرسته کوي ترڅو د خبرو له لارې یو حل ته ورسیږي.

د بریښنايې،  ټیلفوني یا د تکنالوژۍ بلې بدیلي وسیلي په واسطه د منځګړیتوب د ترسره کیدو په شومول خواوي په دوه اړخیزه رضایت سره کولاي شي د دي قواعدو هره برخه تغییرکړي.

دوهم ماده:

د منځګړیتوب پیل:

  1. د شخړۍ هر اړخ/اړخونه کولاي شي د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز ته د منځګړیتوب لپاره د بریښنالیک، ټاکلې پوست، د انټرنت پاڼۍ یا د فکس له لاري د غوښتنلیک په ورکړې سره منځګړیتوب پیل کړي.
  2. د غوښتنلیک په ډکولو سره، غوښتنلیک ورکونکی اړخ باید ټول اړخونه له هغې خبرکړي. غوښتنلیک ورکونکی اړخ باید د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز او نورو اړوندو خواوو ته لاندې معلومات ورکړي:
  1. د خواوو د تړون یا د منځګړیتوب د کولو د هغه شرط کاپې چې دوی باید منځګړیتوب وکړي؛
  2. د خواوو او په شخړه کې د دوی د نمایندګانو د تماس تفصیلې معلوماتو په شومول دي، نومونو، د پسټ فزیکې پتې، بریښنالیکې پتې او د ټیلفون شمیرې که چېرته شونۍ وي؛
  3. د شخړې د ماهیت په اړه لنډ بیان، د شخړې کمیت ( که چېرته وي) او غوښتل شوی حل؛
  4. کومه ځانګړی وړتیا چې باید منځګړی یي ولري.

اختیاري غوښتنه:

که چېرته د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د منځګړیتوب د قواعدو د تطبیق په اړه مخکې له مخکې کوم تړون او شرط موجود نه وي، نو یو اړخ په اختیاري غوښتنې سره کولاي شي د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز نه وغواړي چي مقابل اړخ منځګړیتوب ته را دعوت کړي. د اختیاري غوښتنلیک په ترلاسه کولو سره به، د افغانستان د سوداګریزو شخړوحل مرکز په شخړه کې له مقابل ښکیل اړخ یا اړخونو سره اړیکه ونیسي او هڅه به وکړي ترڅو د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز تر مدیریت لاندې په منځګړیتوب کې د ګډون په موخه یو هوکړه لیک تر لاسه کړي.

دریمه ماده:

د منځګړیتوب غوښتنې ته ځواب:

هغه اړخ/ اړخونه چي د منځګړیتوب لپاره بلنه تر لاسه کوې باید د بلنې ترلاسه کولووروسته د څورلسو ورځو په بهیر کې هر بل اړخ او د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز خبر کړي چېدوی منځګړیتوب نه کوي. د څورلسو ورځو په دننه کی د رد ځواب نه ورکول رضایت ګڼل کیږي.

څلورمه ماده:

د منځګړي غوره کول:

اړخونه باید د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز خبرکړي که دوی پر کوم منځګړي چي هغه لیواله وي او کار وکړلي شي، هوکړه لري. که چېرته خواوي دکوم ګډه غورشوي منځګړیپه اړه د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز ته خبر نوي ورکړی ـــــ د کومو پیژند لیک چي د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز پر اینټرنیټ پاڼه باندي شته، یا د ټاکلو پر یو بل بدیل کړنلاره خبر نوي ورکړی، نو منځګړی به په لاندې ډول غوره کیږي:

  1. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د منځګړو نوملړنه د پنځو منځګړو نومونه هر اړخ ته لیږي. د افغانستان د شخړو حل مرکز باید د خواوو تابعیتونه، د منځکړیتوب د تر سره کیدو ژبه، د منځګړیتوب ځای او اړونده مهم تخصص په نظر کې ونیسی؛
  2. که چېرته خواوي ونګړلې شي چي د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز له نوملړ څخه پر یو منځګړي چي دواړو خواوو ته منلې وي سلآ شي، نو هر اړخ باید له نوملړ څخه تر دوو پورې نومونو د نه منلو وړ اوبولې او پاتی نومونه د غوره والې پر بنسټ ترتیب او نوملړ د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز ته وسپارې. که چېرته په لسو سوداګریزو ورځو کی دننه نوملړ د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز ته ونه سپارل شي، نو په لیست کی ټول منځګړي منلشويګڼل کیږي او د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز په خوښه ټاکل کیږي. که چېرته نوملړ د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز ته وسپارل شي، نو مرکز به هغه منځګړیچې د خواوو له خوا په ګډه غوره کړل شوی او لمړیتوب یی ورکړي راغواړي.
  3. که چېرته اړخونه په نوملړ کې د شته منځګړو نه د کوم یو په غوره کولو کې پاتې راشي، یا غوره کړل شوی منځګړيونشې کولاې چې ترسره یی کړي، او یا که چېرته په بله هر دلیل سره د ورکړل شوې نوملړ نه ټاکنه وه نشې، نو د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز دا واک لرې ترڅو د منځګړو له نوملړڅخه ټاکنه ترسره کړي بې لدي چې بل لیست واستوي.

پنځمه ماده:

د ګټو ټکر او د یو منځګړي تبدیلول:

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز منځګړي باید لاندې کړنلاره مراعت کړي:

  1. که چېرته نشې کولاي چي منځګړیتوب په بیپرې ډول ترسره کړي نو له منځګړیتوب نه انکار وکړي؛ او
  2. هرڅومره ژر چي ممکنه وي، د ټولو واقعی او ممکنه شخصی او مالې ګټو د ټکرڅرګندول، کوم چي په منطقی ډول منځګړی ته ښکاره وي او په منطقی ډول کولای شي چي د منځګړی بیپریتوب تر پوښتنې لاندې راولې؛ او
  3. د افغانستان د سوداګریزوشخړو حل مرکز د ګټو د ټکر چېک لیست ډکول؛ او
  4. منځګړی تر ټاکل کیدو وروسته هرڅومره ژر چي امکان ولري باید منځګړیتوب پیل او پوره هڅه وکړي چې منځګړیتوب د هغه ترټاکلیدو وروسته په شپږشپیتو (66) ورځو کې ترسره کړي. د هغه ټاکنه باید د خواوو د لیکلې رضایت پرته له دریو میاشتو وخت څخه زیاته نشي.

د ښکاره کولو او د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د چک لیست په تر لاسه کولو سره، اړخونه کولای شي چې د ګټو هر واقعی او ممکنه ټکر نه تیرشي او منځګړیتوب پرمخ یوسي. که چېرته اړخونه په دی باندې چي آیا د ګټو واقعی او ممکنه ټکر پریږدي سره جوړ نشې، نو منځګړی د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز لخوا بدلیږي او پر ځای یی د هغه نوملړ نه چي مخې د خواوو له لورې منل شوي دي بل ټاکل کیږي.

شپږمه ماده

خالیګاوي:

که چېرته کوم منځګړی بې علاقې او یا بېوسه شي چي کار وکړي، نو د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل به بل منځګړی ټاکې، مګر دا چي اړخونه د څلورمې مادی سره سم بل ډول سره جوړ شي.

اوومه ماده

استازیتوب یا نمایندګې:

 د هر لوري له خوا ټاکل شوی شخص کولای شي چې د خپل لوري استازیتوب وکړي، د وکیل په وسیله استازیتوب اړین نه دی. د غیر حقیقي شخصیتونو نه تمه کیږي چي د منځګړیتوب په ټول بهیرکې د هغوي یو آمر، شریک یا بل واکمن کارکونکی چې د شخړۍ د حل په اړوند پریکړه کولاي شي، حاضر اووسی. د نوموړي کس نوم او پته باید په لیکلې بڼه له ټولو اړخونو او د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز سره شریک شي.

اتمه ماده

د منځګړیتوب نیټه، وخت او ځای:

منځګړی به د خواوو سره په سلآ، د منځګړیتوب د هرې غونډې نیټه او وخت معلوموي. منځګړیتوب به د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز دفتر یا بل وړ بدیل ځایکې چي خواوو او منځګړي ته مناسب اوسی ترسره کیږي.

نهمه ماده

د منځګړی دندې او مسئولیتونه:

  1. د شخړۍ ماهیت، د خواوو هیلو، وخت او مالې ګټو ته په کتو سره منځګړی کولای شي چې منځګړیتوب په داسې طریقه چې هغه یې وړ بولې، ترسره کړي. منځګړی دا واک نه لري چې پر اړخونو یو حل تحمیل کړي، لیکن که غوښتنه ترې وشې، نو منځګړی کولای شي چې د شخړی د وړانديز شوې حل په اړوند په شفاهې یا لیکلې بڼه سپارښتنې ورکړي؛
  2. منځګړی کولاې شي د خصوصي لیدنو په شمول له اړخونو سره په ګډه یا جلآ ډول خبرې وکړي او هره خوا باید منځګړي سره مرسته وکړي. یوه خوا هر وخت کولای شي د منځګړي سره د شخصي ناستې غوښتنه وکړي. ټول اړخونه باید خپله ټوله هڅه وکړي ترڅو منځګړیتوب پر مخ ولاړشي او په ټاکلې وخت کې ترسره شي.
  3. خواوي هڅول کیږي ترڅو په غوښتل شوی حل پورې ټول اړونده سندونه یوبل ته ورکړي. منځګړی کولاې شي د بنسټیزو ګټو او د خواوو د مذاکرو د تاریخچه په شمول د موضوعګانو په اړه د یاداښتونو د تبادولې غوښتنه وکړي؛
  4. د اړتیا په صورت کې هغه معلومات چي یو اړخ غواړي پټ وساتل شي، کیدلې شي منځګړی ته په یو جلآ ارتباطکې واستول شي؛
  5. په هغه حالت کېچې د شخړۍ پر ټولو او یا ځینو موضوګانو باندې بشپړ حل د منځګړیتوب په ټاکل شوی غونډه/ غونډو کې تر لاسه نشي، نو منځګړی کولای شي د یو څه وخت لپاره په هماغه جریان لرونکې هڅه کې له اړخونو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، تر څو یو بشپړ حل ته ورسیږي.منځګړی د هیڅ یو اړخ حقوقي نماینده نه دی اوهیڅ اړخ سره د امانتداري دنده نه لري.

لسمه ماده

د خواوو دندې او مسئولیتونه:

خواوي باید خپل وړ استازي چي د شخړې د حل واک ولري باورې کړي او د منځګړیتوب په غونډه کې ګډون وکړي.

مخکې او د منځګړیتوب د ټاکلې غونډې/غونډو په بهیر کې اړخونه او د هغوی استازي باید خپل ټول زیار وباسی ترڅو یو له معنا ډک او ګټور منځګړیتوب ته چمتووالې ونیسی او ګډون پکې وکړي.

یولسمه ماده

راز:

د منځګړیتوب غونډې خصوصي او پټې دي. د اړخونو او د هغوی له استازو پرته، نور کسان یوازي د خواوو په اجازه او د منځګړی په رضایت سره کولاي شي ګډون پکې وکړي. هغه معلومات چې د منځګړیتوب په ترڅ کې تر لاسه کیږی باید پټ وساتل شي.

دولسمه ماده

محرمیت:

پلې کیدونکو قوانینو او د اړخونو تر منځ تړون ته په کتو سره، ټول معلومات، ثبتونه، راپورونه او نور سندونه چې د منځګړی له خوا په دي موقف کې ترلاسه کیږي محرم دي. منځګړی به نه اړویستل کیږي ترڅو د منځګړیتوب اړوند ثبوتونه څرګند یا شاهدي ورکړې او یا هم شواهد په کوم خصمانه او یا قضایې بهیر ته وړاندې کړي. اړخونه باید د منځګړیتوب محرمیت وساتې او پر هغه به په هیڅ کوم د حکمیت، قضایې یا کوم بل بهیر کې نه دریږی اونه به یی د شواهدو په شکل مخته کوي:

  1. د منځګړیتوب په عملې بهیر کې د ورکړل شويو نظریات یا وړاندیزونه په شمول د حل هغه وړاندیزونو چې د بل لوري له اړخه منځګړی ته ورکړل شوي دي؛
  2. د منځګړیتوب په بهیر کې هغه اعترافونه او امتیازونه چې د مقابل لورې له خوا شوي دي؛
  3. د حل په اړوند د یوه وړاندیز د منلو او یا ردولو په اړه د یوه اړخ لیوالتیا.

دیارلسمه ماده

د لنډ راپور نه لیکل:

د منځګړیتوب له بهیر څخه د لنډ راپور لیکل منع دی، مګر دا چې اړخونه سره بل ډول سلآ شي.

څوارلسمه ماده

د منځګړیتوب پای:

منځګړیتوب په لاندې حالاتو کې لغوه کیږي:

  1. د پروخت ترسره شوې، د حل تړون په واسطه؛ یا
  2. په دی اړه چې، په منځګړیتوب کې نور کوښښونه نشي کولای د اړخونو د شخړي له حل سره مرسته وکړي د منځګړی او یا ټولو اړخونو د لیکلې یا لفظې څرګندونو په واسطه؛ یا
  3. د منځګړیتوب نه د یو اړخ لاس اخیستو په واسطه.

پنځلسمه ماده

د مسئولیت رفع:

د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز او نه هم منځګړی په منځګړیتوب پوري د اړونده قضایې بهیرونو لازمي اړخ دی.  د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز او نه هم منځګړی باید کوم اړخ ته په منځګړيتوب پوري د اړونده یا له هغه راپورتکیدونکو یا په بل هر بڼه پر هغه پوري تړلې د هر ډول خطا، عمل یا د عمل نه کولو، مسئول وګڼل شي، مګر یوازي د خطاایستلو یا بیصداقتي د پایلو په خاطر.

شپاړسمه ماده

د قواعدو د تطبیق تفسیر:

د دی قواعدو تفسیر باید منځګړی ته د هغه د دندو او مسئولیتونو سره سم پریښودل شي.

اوولسمه ماده

جمع کول:

که چېرته بل ډول سپارښتنه نوي شوي، نو د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز له ټولو اړخونو ترڅو د منځګړیتوب د غونډې هغه اندازه پیسې، چې د منځګړی سره په سلآ یې د اړخونو د قیمت او لګښتونو لپاره لازمې ګڼې د منځګړیتوب له غونډې مخکې جمع کړي. نه لګول شوي پیسې د منځګړیتوب په پای کې بیرته ورکول کیږي. د لازمو پیسو د نه جمع کولو په صورت کې، د افغانستان د سوداکریزو شخړو حل مرکز دا حق لري ترڅو ترهغه وخت پورې چي هغه جمع شي منځګړیتوب شاته واچوي. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز به منځګړی ته خبر نه ورکوي چې کوم اړخ لازمي پیسې جمع کړي دي.

اتلسمه ماده

لګښتونه:

د منځګړیتوب پایلې ته له کتو پرته، د هغه ټول لګښتونه د منځګړی د فیس، لازم سفرونه او د منځګړی نورو لګښتونه په شمول، به په مساوي ډول د طرفینو تر منځ ویشل کیږي، مګر دا چې بل ډول هوکړه شوي وي. د هر اړخ له لپاره د ګډونوالو لګښتونه د هغه اړخ پرغاړه دي چا يې چي د ګډون غوښتنه کړي ده.

اړخونه مکلف دي چې منځګړی ته دغه ډول لګښتونه ورکړي، اومنځګړی د دي لپاره چې لګښتونه پوره کړي د منځګړيتوب په بهیر کې هر وخت کولای شي چي له اړخونو وغواړي ترڅو نوری پیسې جمع کړي.

نولسمه ماده

د منځګړیتوب لګښتونه:

عمومآ، ټول لګښتونه د اړخونو له خوا په مساوي ډول ورکول کیږي. طرفین کولای شي دغه ترتیب د تړون په بنسټ تعدیل کړي.

د منځګړیتوب له پیل د مخه، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز باید د ټولټال تقریبي لګښتونو اټکل وکړي.

هره خوا هغسۍ چې هوکړه شوي وي، باید د خپلې برخې اندازه ورکړي. کله چې منځګړیتوب لغوه شي، نو د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز باید حساب ورکړي او هغه پیسې چې نه دی لګول شوي بیرته خواوو ته ورکړي.

شلمه ماده

ژبه:

که چېرته اړخونو په بل ډول سلآ نوي کړي، نو د منځګړیتوب ژبه به د هغو سندونو ژبه وي په کوم کې چې د منځګړیتوب تړون پروت دی.

یوویشتمه ماده

د غونډې د تالار کرایه:

پورته یاد لګښتونه د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د غونډو له تالار نه، چې په کرایه ورکول کیږي، ګټه اخیستل نه شاملوي.

دوه ویشتمه ماده

د منځګړی نقش په نورو جریانونوکې:

د لیکلې مخالف تړون په نشتون کې، منځګړی نشي کولای چې د، قاضې، حکم یا د نماینده، وکیل یا اهل خبره په شکل د هغې موضوع اړوند چې د منځګړیتوب لاندې وه په حکمیت یا قضایې جریان کی ګډون وکړي. یو منځګړی د شاهد په حیث د یو اړخ له خوا په راتلوونکو قضائي جریانونو کې چې د همدغه تړون نه راپورته کیږي نشي راوغوښتل کیدای.

درویشتمه ماده

د حکمیت او یا قضاوت بهیر:

خواوو دا منلې چې، د منځګړیتوب په بهیر کې به د اړوندې موضوع په ارتباط کوم د حکمیت او قضائي بهیر پرلاره نه اچوې، مګر دا چې یو اړخ د حکمیت یا قضایې بهیر د دي لپاره چې هغه فکر کوې چې د ادعا شويو حقوق د ساتې لپاره دا ډول بهیر اړین دی، پیل کړي.

څلورویشتمه ماده

اداره کونکی قانون او قضائي واک:

دغه منځګړیتوب به د هغو قوانینو په واسطه اداره،تفسیر او اثر ورکول کیږې، کوم ځای کې چې منځګړیتوب ترسره کیږي. د منځګړیتوب د ترسره کیدو د ځای سوداګریزه محکمه انحصاري واک لرې چې، هر هغه ادعا، شخړه یا د توپیرموضوع چې د منځګړیتوب نه راپورته یا په هغه پورې اړوند وي حل کړې.

پنځویشتمه ماده

د حل تړونونه:

د منځګړیتوب له لارې لاسته راغلي هر ډول حل، ترهغو چې په لیکلې بڼه، او د خواوو یا د هغویاستازیو له خوا لاسلیک شوي نه وي، قانوني الزامیت نلرې. د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز د حل تړون بیلګه، د پلېکولو بهیر لپاره د حل د تړون د اعتباریت قرینه ده.

دمنځګړیتوب پیشنهادی ماده:

هر ډول شخړه یا ستونزه چې له دې او یا دې تړون سره تړلۍ را منځته کېږي، او د خبرو له لارې حل و فصل نه شی، نو په دې حالت کې نوموړي شخړه باید د افغانستان د شخړو د حل مرکز ته د نوموړۍ مرکز د منځګړیتوب د اصولو سره سم وړاندې شي. که چېرې منځګړیتوب د منځګړې له خوا رد شې یا بې له دې چې اړونده شخړه یا اختلاف حل شي پاې ته ورسېږي، نو په داسې حالت کې به شخړه د افغانستان سوداګریزي محکمي، د حکمیت او یا د شخړو د حل کوم بل کړنلاره

ته وړاندې کېږي.

خواووي کولې شې چې لاندې ټکې زیاتې کړي:

۱.د منځګړیتوب د تر سره کېدو ځای به (کابل او/یا افغانستان) وي.

۲.د منځګړیتوب ژبه به ــــــــــــــــــــــــــ وي.

۳.نوموړې منځګړیتوب باید په ــــــــــــــــــــــ ورځو کې تر سره شي، مګر دا چې په بل ډول هوکړه وشې.