د افغانستان سوداګریزو شخړو د حل مرکز اساسنامه
لمړی څپرکۍ
عمومې حکمونه
بنسټ
لمړی ماده
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د سوداګرۍ او صنایعو خونې قانون د اتمې مادې او (10) فقرې د حکم په اساس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په څنګ کې جوړېږي.
موخي
دویمه ماده:
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د لاندې موخو د تامین په خاطر فعالیت کوي:
- د فعالیت کړنلارې، جوړښت، د ګمارنې کړنلارې، د غړیو ګوښه کولو او ګمارلو او مرکز پورې د نورو اړوندو چارو تنظیمول.
- د سوداګریزو شخړو د حل او فصل لپاره لارې چارې برابرول.
- په افغانستان کې د اغیزناکه، عادلانه او ځواب ورکوونکو سوداګریزو شخړو د حل خدمتونو په وړاندې کولو سره د پانګونې او دوامدار سوداګري څخه ملاتړ کول.
- د سوداګریزو شخړو د حل بدیلي لارې چارې په اړه چټک، مسلکي، او شفافو خدمتونو وړاندې کول.
د افغانستان سوداګریزو شخړو د حل مرکز نوم، ځاې او ژبه
دریمه ماده:
(1) د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز له دی وروسته په دې اساسنامه کې په پښتو د “مرکز” او په انګلیسې د Afghanistan Center For Commercial Dispute Resolution (ACCDR) په نوم یادېږي.
(2) د مرکز د فعالیت اصلی ځای د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرکزي دفتر تر څنګ د کابل په ښار کی جوړيږي.
(3) د مرکز رسمي ژبي پښتو، دري او انګلیسي دي.
د مرکز موقعیت او مسوولیتونه
څلورمه ماده:
(1) مرکز، د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو په څنګ کې جوړ او خپلو ګړنو کې خپلواک دی.
(2) په افغانستان کې د یو معتبر سوداګریز شخړو حل مرکز په حیث، په اداره او کړنو کې د مرکز خپلواکي د سوداګرۍ او صنایعو خونو د غړیو او غیر غړیو تر منځ په یو شان برخورد ولاړه ده.
(3) مرکز پورې اړوند پریکړې او اجراات د هغه واکمن هیئت له لارې چې په دې اساسنامه کې تعریف شوی دی پلي او اجرا کیږی.
مالي چارې
پنځمه ماده:
(1) د مرکز شتمنۍ، مالونه او مالي مسوولیتونه د اوس لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره ګډ دی، مګر هغو حالاتو ته په استثنا سره چې په دې اساسنامه یا د مرکز او د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو تر منځ په جلا هوکړه کې په بل ډول بیان شوي وي.
(2) مرکز کولای شي ټول عواید د خدمتونو په وړاندې کولو سره یا د دریم شخص او یا د مرسته کوونکو بنسټونو لخوا چې دې مرکز ته ورکړل کېږي په شفاف ډول په مصرف ورسوي. که چېري د خدمتونو او یا هغه مرستې چی دریمګړۍ شخصیتونو او مرستندویه بنسټونو له خوا کېږي د مرکز لګښتونه پوره نه کړي، نو په داسې حالت کې به د مرکز فعالیتونه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د کلنۍ بودیجی څخه تمویل کيږي.
(3) مرکز خپل بانکي حساب د دوولاسلیکونو سره چی د هغه د لګښتونو او پیسو ویستلو لپاره اړین دی پرانیزي.
– د مرکز د اجرئیوی رئیس لاسلیک
– د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل رئیس یا هر بل شخص چی هغې ته صلاحیت ورکول کیږي.
(4) د خدمتونو او اجرااتو څخه ټول لاسته راغلي عواید په نوموړي بانکي حساب کی جمع کیږي.
(5) په بانکي حساب کې شته عواید د مرکز د عادي لګښتونو لپاره ځنګړی شوی دی، مګر دا چی په ټولو عملیاتي لګښتونو کی مرکز د یو بل بهرنۍ بنسټ له خوا تمویل کېږي. په داسې حالت کې مرکز اړ دی، چې ټول شته عواید په بانکې حساب کې جمع او وساتي او د بهرنۍ تمویل د پای ته رسیدو څخه وروسته له عادي لګښتونو څخه استفاده وکړي.
دوهم څپرکۍ:
د مرکز د کړنو او عملیاتو ډول
د برخورد ډول او فعالیتونه
شپږمه ماده:
به منظور ترویج حل و فصل منازعات تجارتی میان اشخاص حقیقی یا حکمی داخلی و خارجی، مرکز مکلف است خدمات راه حل های بدیل منازعات منجمله میانجیگری و حکمیت را طبق قانون میانجیگری و حکمیت افغانستان ایجاد و ارائه نماید.
مرکز اړ دی چې د کورنیو او بهرنیو حقیقي او حکمي شخصیتونو او حقوقي بنسټونو تر منځ د سوداګریزو شخړو دحل و فصل لپاره د شخړو د حل بدیلي لارې ( منځګړیتوب او حکمیت) خدمتونه د افغانستان د منځګړیتوب او حکمیت د قانون سره سم وړاندې کړي.
(1) مرکز باید په داسې ډول اجراآت وکړي، چې په هغې کې د خواوو حیثیت او همدارنګه ټولنیزې غوښتني وساتل شي.
(2) خدمتونه باید د مرکز د منل شوو اصولو، کړنلارو او سلوک ډول سره سمي وړاندې شې.
(3) مرکز اړ دی، چې د شخړو حل په بهیر کې خپل ناپیلتوب وساتي او هر هغه کړنه چې د خواوو پر وړاندې د ناپیلتوب او خپلواکۍ خنډ ګرځي تر سره نه کړي.
(4) مرکز اړ دی، چې په خپلو کړنو کې د یو ناپیلي بنسټ په ډول ښه مدیریت، روڼتیا او ځواب ویل رعایت کړي او د شخړي د خواوو باور او اطمینان جلب کړي.
دسوداګریزو شخړو حل نورو وړاندې کوونکو سره ائتلاف او یو ځای کېدنه
اوومه ماده:
(1) مرکز کولای شي، چې د شخړو حل له نورو مرکزونو سره دوه اړخیزي اړیکي ټینګي کړي، غړیتوب یې تر لاسه او یا هم د هغوې سره ائتلاف وکړي.
(2) د دې مادې په (1) بند کې لیکل شوي، چې د مدیره هیئت رسمي وړاندېز او مشورې د رهبري کمیټي د تصویب څخه وروسته صورت نیسي.
دریم څپرکۍ
د مرکز جوړښت، دندې او واکونه
جوړښت
اتمه ماده:
مرکز د لاندې جوړښتونو درلودونکي دي.
1- د مرکز رهبري کمیټه یا (SC)Steering Committee
2- د مرکز مدیره هیئت یا (BOD)Board of Directors
3- د مرکز د څار خپلواکه کمیټه یا (IMC) Independent Monitoring Committee
4- د مرکز نړیوال مشورتی هیئت یا (IAB) International Advisory Board
5– د مرکز سکرتریت یا دارالانشا ( Secretariat)
په رهبري کمیټه، مدیره هیئت، د څار خپلواکه کمیټه اونړیوال مشورتي هیئت کې غړیتوب په خپله خوښه دی او د دندو د تر سره کولو په بدل کې هیڅ ډول حق الزحمه نه ورکول کېږي.
رهبري کمیټه
نهم ماده:
- رهبري کمیټه (SC) د افغانستان شخړو حل مرکز تر ټولو لوړ مرجع په توګه دندې تر سره کوې او د شفاف او خپلواک مدیریت ضمانت کوونکې ده.
- رهبري کمیټه (SC) لږ تر لږه اووه او ډېر نه ډېر پنځلس غړي لري.
- د مرکز د خپلواکۍ د ساتلو په خاطر د رهبري کمیټي ډېر نه ډېر دوه څوکۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونو(د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مدیره هیئت مرستیال او اجرائیه ریس) ته ځانګړي کېږي.
(4) که چېري د رهبري کمیټي د غړو شمیر د اوو تنو څخه راښکته کېږي، نو دغه کمیټه اړ ده، چې هر څومره ژر کېږي وړ نوماندان معرفۍ کړي.
(5) د افغانستان سوداګرۍ او صنایعوخونه د رهبري کمیټي (SC) لمړنۍ غړي معرفي کوي او وروسته به غړې د رهبري کمیټي له خوا معرفي کېږي. د مرکز د یوې اغیزناکې او ځوابویونکي لمړنۍ رهبري کمیټي د جوړښت لپاره د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه اړ دی، چې د بیلابیلو دولتي، نا دولتی موسیساتو، مخورو ټولنیزو رهبرانو او سوداګرو څخه وغواړي تر څو وړ شخصیتونه د رهبري کمیټي لپاره معرفي کړي. د د ثبات دتامین او دوامداره مدیریت لپاره او همدارنګه د دې لپاره چې د ټولو غړو کارې وخت یوځای پای ته ونه رسیږي، د رهبري کمیټي غړي د لاندې کارې وختونو لپاره ټاکل کېږي:
– د لمړني رهبري کمیټي اووه غړي د افغانستان د سوداګری او صنایع خونې په خوښه د دریو کلونو لپاره.
– د لمړني رهبري کمیټي اته غړي د افغانستان د سوداګری او صنایع خونې په مشوره د دوو کلونو لپاره.
– په هغه حالت کې چې د رهبري کمیټي معرفي شوي غړي د پنځلسو کسانو څخه کم وي، نو نیمایې غړي به یې د دریو کلونو لپاره او پاتي نور د دوو کلونو لپاره معرفي کیږي.
(6) کله چې د رهبري کمیټي کوم غړي له دندې ګوښه او یا خپل ټاکلې وخت څخه د مخه له دندې لاس واخلي، نو د پاتي وخت لپاره به یې نوي کس پر ځای ګمارل کېږي.
(7) هیڅوک نه شي کولای چې له دوو دورو څخه زیات د رهبري کمیټي غړیتوب تر لاسه کړي.
د غړیتوب له لاسه ورکول
لسمه ماده:
- په لاندېنیو حالاتو کې د رهبري کمیټي یو غړی د ټاکلې وخت تر پوره کېدو د مخه غړیتوب له لاسه ورکوي:
- که چیري د واکمنې محکمې د قاطع حکم پر بنسټ د جنایت، تیرایستنې او تقلب په جرم محکوم شي.
- په دریو پرلپسې غونډو کې د نه ګډون په صورت کې چې د یادو غونډو په یاداښتونو کې یې تصدیق وشي.
- د یو غړي لرې کول د مدیره هیئت د دوه ثلث غړیو د رایو د پریکړې پر اساس.
- په هغه حالت کې چې غړي د منشور یاد شرایط له لاسه ورکړي.
- د رهبري کمیټي هر غړی کولای شي دیرش ورځې مخکې خپله استعفآ په رسمي بڼه د رهبري کمیټي رئیس او نقل یې ټولو غړیو، د افغانستان د سواګری او صنایعو خونو اجرائیوی رئیس او د مرکز اجرائیوی رئیس ته وړاندې کړي.
د رهبري هیئت له منځ تلل/انحلال
یولسمه ماده:
که چېرته رهبري هیئت وه نه کړلای شي، چې پرلپسې دري غونډې جوړې کړې نو منحل کېږي. په دغه حالت کې د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه اړ ده، چې د اړوندو ادارو او بنسټونو څخه وغواړې تر څود مرکز د رهبري کمیټي لپاره نوې غړې را وپیژنې.
د رهبري کمیټي دندې او واکونه
دولسمه ماده:
رهبري کمیټي لاندې دندې او واکونه لري:
(1) په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم د مدیره هیئت د څلورو غړو ټاکل.
(2) په دې اساسنامه کې د شته شرطونو سره سم د نړیوال مشورتي هیئت غړو د ځایناستو ټاکل.
(3) د دوو کلونو لپاره د رهبري کمیټي د رئیس ټاکل پرته له دې چې د ریاست دوري د تمدید په اړه کوم محدودیت وي.
(4) د مدیره هیئت له خوا د مرکز وړاندیز شوي لومړیتوبونو، استراتیژیکي پلانونو، خودکفایی او د اوږدمهال بسایني پلانونو څیړل او تائیدول.
(5) د مرکز د پالیسې څارل.
(6) د مرکز د مدیره هیئت په وړاندیز د مرکز د کړنو تګلارې او د سلوک کړنلارې تائیدول.
(7) د مرکز د کلني بودیجه څیړل او د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو ته د هغه لیږل.
(8) د مرکز د ټولو غړو د کړنو قانونیتوب څخه څارنه کول او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو ته د وړاندیزونو وړاندې کول.
(9) د رهبري کمیټي د فعالیتونو د هغه راپور تصویبول، چې هرکال د افغانستان سوداګری او صنایعو خونو ته وړاندې کیږي.
(10) د اړوندو نورو کارونو تر سره کول، چې د دې کمیټي د ښې لارښوونې او فعالیتونو د ښه او سم پلې کولو لپاره اړین وي.
(11) د مرکز د دارالانشا په ملاتړ د رهبري کمیټي د غونډو طرحه، ترتیب او پرانیستل.
(12) په بیړنیو حالاتو کې د غونډې له پرانیستلو پرته هم پریکړې نیول کېدلای شی. کله چی یوه پریکړه د غونډې له پرانیستو پرته نیول کیږي باید د رهبري کمیټی اکثریت غړېو رایو ته اړتیا لری.
(13) د کمیټه ټولو غړیو ته باید د څیړنې او بحث لپاره تر څو موافقه، مخالف او یا ممتنع رای ولری ورکړل شی، مګر دا چې بې واکه شوې او یا دا چی د رای ورکولو واک ونه لری.
(۱۱) د رهبري کميټې هر غړی کولای شې د غونډې د غوښتلو وړاندیز وکړي، غونډه هغه وخت بلل کېدلای شي، چې رهیري کمیټې دریمه برخه غړي هغه وړانديز ومنې. د غونډې اجندآ، ځای او وخت د مرکز د دارالانشا له خوا شل (20) ورځې وړاندې د رهبري کمیټې غړو ته ورکول کیږي.
د رهبري کمیټي د غونډو غوښتل
دیارلسمه ماده:
- د رهبري کمیټي غونډې په ربع وار ډول دایریږي.
- د رهبري کمیټي یو غړی د رایو په اکثریت سره د یو کال لپاره د همدې کمیټي د رئیس په توګه ټاکل کېږي.
- د غونډو تنظیم او ترتیبول د ریس له دندو څخه دی.
- د مرکز د دارالانشا اړ دی، چې د رهبري کمیټي غړي شل (20) ورځي وړاندې د غوندې له اجندآ، ځای او نېټې څخه په لیکلې بڼه خبر کړي.
- د رهبري کمیټي غونډې په کابل کې د مرکز په دفتر دایریږي. د رهبري کمیټي هغه غړي چې د غونډې د پرانیستلو پر مهال د موجه دلایلو پر بنسټ د کابل څخه د باندې ووسې، کولای شي د غګیزو او انځوریزو بریښنايي وسیلو پر مټ په جلسه کې ګډون وکړي. د مرکز دفتر به اړین بریښنایی توکي برابروي.
- د غونډې د نصاب د بشپړولو او غونډې د پرانیستلو لپاره لږ تر لږه باید پنځوس جمع یو (1+50) غړي په فزیکې او یا د بریښنایی توکو په مټ په جلسه که ګډون ولري.
- په غونډه کې د موجوده غړیو په اکثریت رایو سره پریکړې کېږي.
- د غونډو پریکړې د رئیس په ګډون د ټولو شته غړو له خوا لاسلیک او د مرکز د چارو ادارې سره ساتل کیږی.
د مرکز د مدیره هیئت جوړښت
څوارلسمه ماده:
- مدیره هیئت د مرکز د اجرائیوي مرجع په ډول عمل کوي او د مرکز د پرمختګ، مهمو او اوږدمهاله موخو او سپارښتنو د لاسته راوړلو او ساتلو ضامن دی. همدارنګه مدیره هیئت د مرکز د پالیسيو، عملیاتي او مسلکي خدمتونو د پلې کولو په موخه په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم اړین اجراآت ترسره کوي.
- مدیره هیئت اووه غړي لري، چې په دې اساسنامه کې شته شرایطو سره سم ټاکل کیږي.
- مدیره هیئت د لاندې غړو څخه جوړ دی:
- دو غړي د افغانستان د سوداګری او صنایع خونو څخه ټاکل کیږي.
- یو غړی د نړیوال مشورتي هیئت څخه ټاکل کیږی.
- څلور غړي د رهبري کمیټي څخه د همدې کمیټې په ټاکنه.
- د نړیوال مشورتي هیئت د نشتون په حالت کې رهبري کمیټه دا مسوولیت لري چې یو غړی وټاکي.
- د مرکز مدیره هیئت د معرفی کوونکی مرجع تر معرفې او د رهبري کمیټې تر ګمارلو وروسته په کار پیل کوي.
- د مدیره هیئت کارې دوره دوه کاله ده.
- که چیرې د مدیره هیئت یو غړی له دندې ګوښه یا د ټاکلې کارې دورې تر پای ته رسیدو د مخه له دندې مستعفي کېږي، نو د پاتې کارې دورې لپاره اړونده څانګه نوې غړی معرفي او ټاکل کیږي.
- هیڅوک نه شې کولای، چې د پرلپسې دریو دورو څخه زیات د مدیره هیئت غړی شي.
- د مدیره هیئت هر غړی د کاري وخت تر پایته رسیدو د مخه په لاندې حالاتو کې له دندې ګوښه کیدلی شي:
- که چیرې د واکمنې محکمې د قاطع حکم پر بنسټ د جنایت، تیرایستنې او تقلب په جرم محکوم شي.
- په دریو پرلپسې غونډو کې د نه ګډون په صورت کې چې د یادو غونډو په یادښتونو کې یې تصدیق وشي.
- د مدیره هیئت د دوه ثلث غړیو د رایو د پریکړې پر بنسټ د یو عضوه لری کول.
- په هغه حالت کې چې غړې په دې منشور کې یاد شرایط له لاسه ورکړي.
- د غړې ګوښه کول د رهبري کمیټي له خوا ترسره کیږي.
- که چیرې د مدیره هیئت کوم غړی وغواړي چی استعفا ورکړي، کولای شي دیرش ورځي وړاندې خپله استعفآ په رسمي بڼه د رهبري کمیټي رئیس او نقل یې ټولو غړیو، د افغانستان د سواګری او صنایعو خونو اجرائیوی رئیس او د مرکز اجرائیوی ریس ته وړاندې کړي.
- که چیرته په هغه موضوع کې چې مدیره هیئت ته وړاندې کیږي د مدیره هیئت د یو غړي شخصي او مالي ګټې شتون ولري (د ګټو ټګر)، نو په لاندی ډول کړنې تر سره کیږی:
- د ګټو څرنګوالۍ خپور او ښکاره کړي.
- پر موضوع د بحث، چانه زنی او رای ورکولو څخه ډډه وکړي.
- هر ډول معامله او رای اچونه چې په هغې کې د ګټو ټکر شتون ولري، یوازې هغه وخت د تائید وړدی، چې د مدیره هیئت بې پري اکثریت غړې دا تشخیص کړي، چې دا معامله یا رای اچونه د مرکز د ګټو د خوندېتوب سبب ګرځي. د غونډو په یادښت کې د څرګندولو، ډډه کولو او یا د تصویبولو دلیل باید ذکر شي.
دندې او واکونه
پنځلسمه ماده:
د مرکز مدیره هیئت لاندې دندې او واکونه لري:
- د مکافاتو، حق الزحمې او د لګښت بیرته ورکړې شرایطو جوړول، د هغو اصولو څخه په استفادې چې د افغانستان د سوداګری او صنایع خونې سره په سلآ او همغږۍ وخت نا وخت خپریږي.
- د مرکز د اجراییوي ریس ګوښه کول، مقررول او د هغه د ځانګړو واکونو ټاکل.
- د مرکزسره د لمړیتوبونو، ستراتیژیک پلان جوړونې، د ثبات پلان جوړونې، په خپل ځان بساینې، او د مرکز د لنډ مهاله، مینځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو په جوړښت کې مرسته او د هغوی څارنه، څیړنه ترڅنګ یې رهبري کمیټي ته د وړاندیزونو ورکول.
- د مرکز لپاره اصول، کړنلاري او د طرزالعمل وړاندیز کول، او همدارنګه د شکایتونو تګلارې برابرول.
- د مرکز د ټولو فیسونو او تعرفو جدولونو تنظیمول، چې وروسته د عوامو تر لاسرسي قرار نیسي.
- د منځګړو ټاکنه د هغو اصولو سره سم، چې د رهبري کمیټې له خوا جوړشوي او همدارنګه د منځګړو د نوملړ ترتیبول او د هغه کړنلارو د اصولو څخه چې د څارنړیوالې کمیټې څخه جوړشوې ده د سرغړوني په حالت کې د هغوې ایستل.
- د مرکز کلني کاري او عملیاتي پلان څیړل او تصویبول.
- د مرکز د اړیکو، پوهاوي پلانونو او ستراتیژيکي پلانونو تصویبول.
- د مرکز د روزنیزو کلنیو برنامو څیړل او تصویبول.
- د مرکز د کلني بودیجې د طرحې څیړل، رهبري کمیټې او افغانستان سوداګریزو او صنایعو خونو ته استول.
- د څار خپلواکې کمیټې له خوا د مرکز د فعالتونو په اړه د شکایتونو د اوریدو لپاره د لایحو او کړنلارو جوړول.
- په مرکز کې د نظم او دسپلین د راوستو په موخه د څار خپلواکې کمیټې وړاندیز او یا هم د مدیره هیئت په نوښت څیړنه کول، چې کومې پریګړې باید د مرکز په ویب سایټ کې خپره شي.
- د غړو له مینځ څخه د یو کال لپاره د مدیره هیئت د ریس ټاکل پرته له دوري د تمدید محدویدیت
- رهبري کمیټي ته له نورو سوداګریزو شخړو د حل مرزکزونو سره دوه اړخیزي اړیکي او یا رسمې یوځای کیدو په اړه د وړاندیزونو وړاندې کول.
- د مدیره هیئت له کلنیو فعالیتونو څخه رهبري کمیټي ته راپور برابرول.
- د مدیره هیئت د داخلي کړنو د ښه مدیریت او د اغیزناکو کړنو تر سره کولو په موخه د ځینو اړینو کړنو تر سره کول.
د مدیره هیئت د رئیس دندې او مسوولتیونه
شپاړه سمه ماده:
- د مدیره هیئت رئیس لاندې دندې او واکونه لري:
- د مدیره هیئت د غونډو ریاست کول.
- د ضرورت په صورت کې داساسنامې د شرایطو سره سم رهبري کمیټي ته راپور ورکول.
- د مدیره هیئت له خوا د نیول شویو پریکړو لاسلیک کول.
- د مدیره هیئت غونډې په پنځه څلویښت (45) ورځو کې یو ځل جوړېږي. د غونډو تنظیمول، ترتیبول او پرانیستل د رییس له دندو څخه دی. د رییس د نه شتون په صورت کې، غړي بل کس د خپل منځه د غونډې د تنظیم، ترتیب او ریاست لپاره د سرپرست په توګه ټاکي.
- د مدیره هیئت غړیو ته د غوڼدې تر پرانیستو اووه (7) ورځې د مخه په لیکلې بڼه خبر ورکول کېږي.
- د مدیره هیئت غونډې معمولآ په مرکزي دفتر کابل کې جوړېږي. د رهبري کمیټي هغه غړي، چې د غونډې د پرانیستلو پر مهال د موجه دلایلو په اساس د کابل څخه د باندې ووسې، کولای شي چې د غږیزو او د تصویري بریښنايي وسیلو په وسیله جلسه کې ګډون وکړي. دا د مرکز دنده ده، چې اړین بریښنایې وسایل برابر کړي.
- د نصاب د تکمیل او غونډې ترسره کیدو لپاره، لږ تر لږه څلور تنه غړي هغه که په فزیکي یا د بریښنایی وسایلو په وسیله وي باید شتون ولری.
- د مدیره هیئت پریکړي د پلې کیدو لپاره، د حاضرو غړو اکثریت مثبت رایه شرط دی.
- په بیړنیو حالاتو کې د غونډې له پرانیستلو پرته هم پریکړې نیول کیدلای شي. کله چې یوه پریکړه د غونډې له پرانیستو پرته نیول کیږی د مدیره هیئت اکثریت غړېو رایو ته اړتیا لري.
د کمیټي ټول غړیو ته باید د څیړنې او بحث لپاره پوره وخت ورکړل شي، تر څو موافقه، مخالف او یا هم ممتنع رای معلوم شي، مګر دا چی صلب صلاحیت شوې وي او یا دا چې د رای ورکولو واک ونه لري.
- د مدیره هیئت هر غړی کولای شي چې د فوق العاده غونډې د غوښتلو وړاندیز وکړي، فوق العاده غونډه هغه وخت غوښتل کېدای شي، چی د مدیره هیئت نیمایی غړي دا وړانديز ومني. د غونډې نیېـټه پنځلس (15) ورځې وړاندې د مدیره هیئت غړو ته ښودل کیږي.
د څار خپلواکه کمیټه
اوولسمه ماده:
- د مرکز په عملیاتي، مسلکي او کسبي خدمتونو کې د ټولو ښکیلو خواوو له لوري د لوړو اخلاقې معیارونو څخه د استفادې په موخه، د څار خپلواکه کمېټه مکلفه ده، چې د مرکز د شکایت د کړنلارې پر بنسټ د مرکز له کړنو څخه څارنه وکړي.
- د څار خپلواکه کمېټه د لږتر لږه له دریو او ډېر نه ډېر د پنځو غړو څخه چې ښه نوم ولري او مسلکي ووسي د رهبري کمېټي له خوا تاکل کېږي. په دې کمېټه کې غړي د ښه نوم، صداقت، امانتداري او د حقوقو او سوداګري په برخو کې د تجربې پر بنسټ ټاکل کېږي، چې د هغوی له منځه یو کس باید په نړیواله کچه تجربه ولري.
- د دې لپاره چې د شکایتونو د اوریدو د بهیر خپلواکي وساتل شي هغه څوک چې د څار په خپلواکه کمېټه کې کار کوي باید د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونو او مرکز سره کومه وظیفوي اړیکه ونه لري.
- د څارخپلواکي کمیټې غړي د خپلو کړنو ترسره کولو په بدل کې حق الزحمه نه ترلاسه کوي، مګر کولای شي هغه لګښتونه چې د دندو د اجرا په وخت کې یې تر سره کړي دي، په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم تر لاسه کړي، پدی شرط چي یاد لګښتونه د رهبري کمیټې، مدیره هیئت له خوا د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونو سره په همغږۍ د ورکړي وړ وګڼل شي.
- د څارپه خپلواکې کمیټي د غړیتوب کارې دوره دری کلنه ده. د دوامداره مدیریت د ساتلو او د دې لپاره چې د ټولو غړو کاري وخت یوځای پای ته ونه رسېږي، د څارخپلواکې کمیټې غړي د لاندې جدول سره سم د ټاکلي وخت لپاره د رهبري کمیټي له خوا ګمارل کېږي:
- دوه غړي د یو کال لپاره؛
- دوه نور غړي د دوو کلونو لپاره؛
- یو ورستی غړی د دریو کلونو لپاره.
- کله چی د رهبري کمیټي کوم غړی له دندې ګوښه او یا د خپل ټاکلې وخت څخه د مخه له دندې مستعفي کېږي، نو د پاتي وخت لپاره به نوي کس پر ځاې یې ګمارل کیږي.
- هیڅوک نه شي کولای، چې د دوو پرله پسې دورو څخه ډېر د څارکمیټي غړیتوب تر لاسه کړي.
- په لاندېنیو حالاتو کې د څارخپلواکې کمیټې یو غړی د ټاکلي وخت تر پوره کېدو د مخه غړیتوب له لاسه ورکوي:
- که چېري د واکمنې محکمې د پریکنده حکم پر بنسټ د جنایت، تیرایستنې او تقلب په جرم محکوم شي.
- په دریو پرله پسې غونډو کې د نه ګډون په صورت کې چې د یادو غونډو په یادښتونو کې یې تصدیق وشي.
- د رهبري کمیټي څلورو څخه د دریو برخو غړیو د رایو د پریکړي پر بنسټ د عضوی لرې کولو په اړه.
- په هغه حالت کې چې غړي په دې منشور کې د څار خپلواکې کمیټې د غړیتوب شرایط له لاسه ورکړي.
- هر کله چی د څارخپلواکې کمیټي کوم غړی وغواړي چې استعفا ورکړي، مدیره هیئت ته تر استعفا لیک وړاندې کولو او د هغه نقل د څار خپلواکې کمیټې ټولو غړیو، د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونو اجرائیوی رییس او د مرکز اجرائیوی رئیس ته تر لیږلو دیرش ورځۍ ورسته کولی شی استعفا وکړي.
د څار کمیټې دندې او واکونه
اتلسمه ماده:
- د شکایتونو د طرزلعمل له مخې پر دارلانشا، منځګړو او د مرکز پر نور څانګو او کارکوونکو باندې د چارو د کولو او یا نه کولو شکایتونو ته رسیدګي کول.
- د مرکز مدیره هیئت ته د انضباتي اقداماتو اتخاذ په اړه د څار خپلواکې کمیټې نهایی پریکړي محول کول او دغه کړنې د مرکز په واسطه په نشر رسیږي.
- که چیرته د شکایتونو څیړل داسې واقعیتونه او جزئیات چی په هغې سره د څار کمیټې د یو غړی ناپیلتوب تر پوښتنې لاندې راوړي، ښکاره کړي، یاد غړی مکلف دی، نوموړي واقعیتونه او شرایط څرګند او یادو شکایتونو ته له رسیدو ډډه وکړې.
- د مرکز له لیدلوري ، د اهدافو مدیریت، فعالیتونو او ارزښتونو څخه څارنه او نظارت کول.
- د هغه آډانې پر بنسټ چی د مرکز د رهبري کمیټې او مدیره هیئت تر منځ ټاکل شویده د مرکز منظمه داخلي پلټنه کول.
- د څار کمیټي عادې غونډې لږ تر لږه په کال کې دوه ځلي جوړېږي. د اړتیا پر وخت شکایاتونو ته په عادلانه ډول د رسیدګۍ په موخه فوق العاده غوندې هر وخت جوړيدلای شي.
- تر څو پورې چې د څار کمیټه جوړيږي د هغې واکونه د رهبري کمیټي د رئیس له خوا پلي کیږي.
نړیوال مشورتي هیئت
نولسمه ماده:
- نړیوال مشورتي هیئت چی لږ تر لږه اووه غړيو څخه چي په نړیواله کچه د شخړو حل، حقوقو او سوداګری په برخو کې کارپوهان وي جوړ دی. د نړیوال مشورتي هیئت غړي په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم ټاکل کیږي.
- د نړیوال مشورتي هیئت غړېتوب په خپله خوښه ده او د دې هیئت غړي یوازې هغه معقول لګښتونه چې د دندې تر سره کولو په بهیر کې یې ترسره کړي وي، د لګښت بیرته ورکړي د هغو اصولو سره سم چې د مدیره هیئت له خوا وخت پر وخت ټاکل کیږي اخیستلای شي.
- د لمړۍ ځل لپاره د نړیوال مشورتي هیئت غړي د رهبري کمیټې د رئیس لخوا د وړاندیز شویو شرایطو سره سم د داسې کارې دورو لپاره ټاکل کیږي، چې د ټولو غړو کارې دوره یو ځای پای ته ونه رسیږې. ورپسۍ راتلوونکي کارې دوري غړي، د سوداګری او صنایقو خونو سره تر سلآ د رهبري کمیټي لخوا تر ټاکلو وروسته د رهبري کمیټي د رئیس له خوا ټاکل کیږي. د لمړني هیئت غړیو د کارې نېټي تر پای ته رسیدو وروسته، د پاتې غړو د غړیتوب کارې دوره دوه کاله ده.
- نړیوال مشورتي هیئت، مدیره هیئت او د مرکز د دارالانشا ته په نړیوالو پالیسیو کې د سپارښتنو او وړاندیزونو ورکولو مسوول دی. همدارنګه دغه هیئت په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم، په مدیره هیئت کې د غړیتوب په موخه د خپل یو غړي د ورپیژندلو واک لري.
- نړیوال مشورتي هیئت، په نړیوالو سیاستونو، پانګه اچونې، ټیکاوو او پرمختګ باندې ټینګار سره رهبري کمیټي او مدیره هیئت په پرمختیایی پالیسیو، موخو او ستراتیژیکي دریځ ټاکلو، تګلارو او د کړووړو په اصولو کی مرسته کوي. نړیوال مشورتي هیئت، د مرکز رهبري کمیټې او د چارو ادارې سره د هغو محلی او نړیوالې ادارې چې په همدې برخه کې فعالیت کوي د اړیکو په جوړولو، تجروبو شریکولو، لیدنو کتنو، د همکاریو پر سر هوکړه لیکونو، د سوداګرو او نورو نړیوالو مخاطبینو تر منځ د مرکز عامولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو پر لاره اچولو او اړیکو په جوړولو کې مشوري ورکوي.
- نړیوال مشورتي هیئت په عادي ډول، په کال کې وروسته له هرې دریو میاشتو یوځل غونډه کوي. د نړیوال مشورتي هیئت د غونډې کره نېټه، د غړو د اکثریت پریکړي په بنسټ ټاکل کیږي. فوق العاده غونډې د نړیوال مشورتي هیئت اکثریت غړیو د هوکړي په اساس هر وخت جوړیدلای شي.
- سوداګرو او نورو نړیوالو مخاطبینو ته د مرکز پیژندلو او خپرولو په موخه، دغه هیئت سپارښتنې وړاندې کوي مګر د دا ډول پروګرامونو د تصویب حق نه لري. نړیوال مشورتي هیئت د مرکز رهبري کمیټي او دارالانشا سره د سیالو نړیوالو او سیمه اېزو ادارو چې په همدې برخه کې کار کوي د تجروبو شریکولو، لیدوکتو، د مرستو پر سرهوکړه لیکونو ته د رسیدو، د شخړو حل مرکز د ظرفیت لوړولو تر څو په یو نړیوال مستمع بدل شي، مرسته او وړاندیزونه کوې ولې د دا ډول پروګرامونو د تصویب حق نه لری.
- نړیوال مشورتي هیئت د غړو له منځه یو کس په ساده اکثریت د رئیس په صفت ګماري. د دې هیئت رئیس د یو کال لپاره ټاکل کیږي او د اړتیا په حالت کې د راتلوونکو نورو دورو لپاره هم ټاکل کیدای شي.
- د نړیوال مشورتي هیئت غړي کولای شي د مدیره هیئت په غونډو کې ګډون وکړي، ولې د رای ورکولو حق نه لری.
د افغانستان د شخړو حل مرکز دارالانشاء:
شلمه ماده:
- د مرکز دارالانشا د هغو تخنیکي کارکوونکو (مزد اخیستوونکو)، څخه چې د اجرائیوي رئیس له خوا رهبري کېږي جوړه ده.
- د مرکز دارالانشا چې دایمي قراردادي کارکوونکي دي، اجرائیه رئیس سره د کاري چارو پرمخ وړلو کې مرسته کوي.
- د دارالانشآ کارکوونکي په لاندې دندو ټاکل شوي دي:
- ادارې کارکوونکي
- مالې کارکوونکي ( د دی موقف د وظایفو لایحه د اداري کارکونکي له ووظایفو لایحي سره یو ځای کیدلای شي، چې په هغه حالت کې به یو کارکوونکی دواړه دندې پر مخ وړې.)
- د منځګړیتوب د قضیو د تنظیم مدیر.
- د اړیکو کارپوه ( نوری دندې د دی کارکوونکي د دندو په لایحه کې زیاتیدلای شي).
د اړتیا سره سم د بشپړي ورځې او یا لنډ مهاله/مقطعی بستونه د افغانستان سوداګری او صنایعو خونې سره په همغږۍ د مدیره هیئت له خوا ( په هغه حالت کې چې د دا ډول بستونو تمویل د سوداګری او صنایعو خونې له خوا وشې) جوړیدلای شي.
- د دارالانشا دندې او مسوولیتونه د یوې جلآ لایحی په مټ د سوداګری او صنایعوخونې په مرسته د مرکز اجرائیوی رئیس له خوا جوړه او د مدیره هیئت له خوا تصویب کیږي.
- اجرائیوي رییس په مستقیم ډول د دارالانشا د کړنو څخه څارنه کوي او په نړیواله او ملی کچه د مرکز نمایندګي او ویانددويي دندې هم په غاړه لري. د مرکز اجرائیوي رئیس د مرکز څخه په نمایندګۍ د افغانستان حکومت، رسنیو، حقوقې بنسټونو او سوداګریزو ټولنو سره د اړیکو ټینګوونکی دی. همدا ډول د مرکز نورو څانګو او افغانستان سوداګریزو خونو تر منځ اړیکې ټینګوي.
- د مرکز اجرائیوي رییس د مدیره هیئت له خوا ټاکل کیږي او خپلي دندې د مدیره هیئت سره په مرسته مخکي بیایي. مدیره هیئت په دې اساسنامه او نورو کورنیو مقرراتو کې د شته شرایطو سره سم د افغانستان سوداګریو او صنایعو خونې سره په مشوري د اجرایئوي رئیس د ګوښه کولو صلاحیت لري.
د مرکز د اجرائیوي رئیس دندې
یوویشتمه ماده:
اجرائیوي رئیس لاندې دندې لري:
- د مرکز د ارشد کارکوونکي په حیث د چارو ترسره کول او د مرکز د دارالانشا چارو پرمخ وړل.
- په ملی او نړیوال کچه د مرکز د ویاندویي دندې تر سره کول.
- د شخړو حل مرکز د رهبري کمیټي او مدیره هیئت د منضورې او تائیدی په رعایتولو سره، د بسپنۍ راټولولو او پرمختیایې فعالیتونو د ترسره کولو مسوولیت اخیستلو په شمول دی، د بسپنۍ پالیسیو او تګلارو پرمختیا او پلي کول.
- د مرکز د ورځنیو کړنو څخه مدیریت او څارنه کول.
- په دې اساسنامه کې د شته شرایطو سره سم او د مدیره هیئت تر تائید وروسته، د دارالانشا د کارکوونکو د غړیو ګمارل او ګوښه کول.
- د ټولو ټګلارو، ستراتیژیکو، بودیجوی، عملیاتي، اړیکو، پراختیا، عامه پوهاوي او روزنیزو کارې پلانونو د پرمختیا مدیریت او د هغوې د منظم پلی کیدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
- په دی اساسنامه کې شته شرایطو سره سم د مرکز مدیره هیئت او افغانستان سوداګری او صنایعو خونو عامل رئیس ته لږ تر لږه په میاشت کې یو راپور ورکول.
- د مرکز اړونده غونډو مدیریت کول، د مرکز دارالانشا سره مرسته او د مرکي زکمیټو په غونډو کې رای د حق پرته د څارونکې په حیث ګډون کول، هغو ځانګړوغونډو ته په استثنا چې د بحث وړ موضوع ماهیت ته په کتو سره د هغه نه ګډون اړین وګڼل شي.
- د مدیره هیئت او نړیوال مشورتي هیئت تر منځ د ارتباطي مرجع په حیث د دندې تر سره کولو په ځانګړې ډول د مدیره هیئت له ټولو غونډو څخه نړیوال مشورتي هیئت ته راپور ورکول، له ټولو هغو دلایلو او پریکړو څخه چې د نړیوال مشورتي هیئت د دندو په حدودو کې راځي د لڼد راپور جوړلوته به کتو سره.
- د نورو هغو چارو تر سره کول، چې د مدیره هیئت او افغانستان سوداګری او صنایعو خونو له خوا ټاکل کېږي تر څو د مسلکی کړنو، روڼتیا، او حسابورکولو څخه ډاډ تر لاسه کړي.
څلورم څپرکۍ
وروستي حکمونه
د اساسنامې بدلون یا سمون
دوویشتمه ماده:
هر ډول بدلون، سمون او یا بل ډول تغییرات په دې اساسنامه کې د رهبري کمیټې له واکونو څخه دی.
د مرکز نښان او شعار
درویشتمه ماده:
مرکز، د نښان او شعار درلودونکی دی، چې د رهبري کمیټي له خوا تصویب کیږي.
انفاذ
څلورویشتمه ماده:
دغه اساسنامه د رهبري کمیټي تر تصویب وروسته نافذ ګڼل کیږي.
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز د جوړښت چارټ
پنځم فصل
د افغانستان سوداګریزو شخړو حل مرکز نښان
چېرته چې ستاسو سوداګریزي شخړي حل کېږي
مامرجع حل منازعات تجارتی شماهستیم
Where businesses go to resolve their disputes