د کارپوهانو نظریه وړاندې کول د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز یو له خدماتو څخه دی، مرکز د هغو قضیو لپاره متخصصین ګماري چې تخنیکي او مسلکي نظر ته اړتیا لري. مرکز په ټولو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې تخنیکي متخصصین (کارپوهان) لري.

محکمه د اړخونو یا د دوی څخه د یوې غوښتنې پر بنسټ، یا پخپله، د یو متخصص سره د مشورې لپاره حکم صادروي.