د حساب څېرنه او پاکول د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز یو له خدماتو څخه دی، د سوداګریزو محاکمو د قانون د مادو له مخې، محکمه اسناد د سوداګریزو شخړو د حل مرکز ته لیږي ترڅو د مدعیانو مالي حسابونه تصفیه کړي. دغه مرکز د مالي مشورتي شرکتونو سره په همکارۍ، د تصفیې قضیې حل کوي او د قضیې د حل لپاره محکمې ته وروستی راپور وړاندې کوي.