حکمیت د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز یو له بنسټیزو فعالیتونو څخه دی، چې د حکمیت قانون او د افغانستان د سوداګریزو شخړو د حل مرکز د حکمیت قواعد پر بنسټ ترسره کیږي. مرکز د متخصصو حکمونو یو لیست لري، کله چې د قضیې اړخونه مرکز ته راځي دغه لیست دوی سره شریکیږي، او دواړه لوري کولای شي چې په خپلو اړوندو شخړو کې د خپلې خوښې حکم وټاکي.

د خپلو مقرراتو او طرزالعملونو پراساس، مرکز هڅه کوي د 90 ورځو په اوږدو کې له پیل څخه تر پایه پورې د حکمیت خدمات وړاندې کړي.