د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز په ۲۰۱۴ کال کی د افغانستان د سوداګری او صنایعو خوني او د حرکت موسسي په مالي مرسته د سوداګریزو شخړو د حل په موخه را منځ ته شو. ددوه کلونو را هیسی نوموړی مرکز د منځګړیتوب د خدمتونو په مټ د سوداګریزو شخړو د حل او فصل کولو جوګه دی. په اوسنیو شرایطو کی د اړتیاوو په اساس د مرکز رهبری د سی ال ډی پی  (CLDP)سره په تفاهم کی د حکمیت د خدمتونو د لرلو په اړه توافق و کړ، چی د سی ال ډی پی اداره به د مرکز د تجارتی حکمیت د طرزالعملونو او قواعدو د جوړولو تر څنګ  د مرکز حکمانو ته د تجارتی حکمیت په اړه مهمی لار ښوونی او ټریننګونه برابروي، د همدغه تفاهم له مخي د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې؛ لس تنه حکمان او د مرکز اجرایوي کارکونکي د کویټ هیواد په نړیوال حقوقی پوهنتون کې د څلورو ورځو لپاره د تجارتی حکمیت اړوند روزنیز پروګرام په لار واچول شو. د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونه، په خاصه توګه مرکز د دغسي ګټورو پروګرامونو قدرداني کوي او هیله يي داده چې د داسي پروګرامونو په مټ به مرکز د لا ښه خدمت کولو جوګه شي.