مرکز خپل دارالانشا او منځګړو ته د منځګړیتوب او حکمیت په اړه لس ورځنۍ روزنیز پروګرام په بحرین هېواد کې د بحرین سوداګریزو شخړو حل په مرکز کې چمتو کړ. دا ورکشاپ د ډیسمبر میاشتي له لومړي نېټې څخه پیل تر ۱۰ تاریخه پورې دوام وکړ.

دا علمي سفر د حرکت  ادارې او د امریکا د متحده ایالاتو د سواګریزو حقوقو د پرمختګ اداري له خوا تمويل کېده او په ورته وخت کې د بحرین د شخړو د حل مرکز او د سوداګری او صنایع خونې له خوا ددې علمي سفر او جلسو تسهیل کوونکي وو. ددې سفر په لومړی برخه کې، د حکمیت د زده کړي په اړه دری ورځنۍ سېمینار چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سوداګریو حقوقو د اداري لخوا تمويل کېده دایر شو او نور مصارف یې بیا د حرکت اداري لخوا ورکړل شو.

مارک اپل د نړیوالو  شخړو د حل مرکز د رئیس مرستیال او ښاعلي احمد حسین د بحرین سوداګریز شخړو حل مرکز اجرائیه رئیس او د بحرین د سوداګریزو خونو د حکمیت د څانګې د ریاست اجراییه  معاون  د حکمیت د علمي پروسې، په سوداګریزو شخړو کې د حکمیت طرزالعمل، د افغانستان د حکمیت قانون، د الګو قانون( د نړیوالو د سوداګری حقوقو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو کمیسېون) د نړیوال حکمیت په اړه، د شخړو د حل  لپاره نړیوال طرزالعملونه، د نیويارک کنوانسېون، په افغانستان کې د حکمیت پر وړاندې خنډونه، د بحرین  هیواد د سوداګری خونو د شخړو حلولو میکانیرم، د آزمایښتي حکمیت د نقش د لوبولو په توګه او داسې نورو مهمو موضوعاتو باندې خپل نظریات او خبری وړاندې کړي.

د  د مرکز کارونکې، منځګړی، او د شخړو د حل د بدیلو کارونکې د زده کړي د برنامی څخه وروسته د بحرین  د سوداګری او صنایع خونو څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د حکمیت او منځګړتیا په اړه د نورو معلوماتو او چې ولی حکمیت او منځګړتیا د حقوقو د پوهنتون په تعلیمی نصاب کې شامل دی. ددي په اړه پروفیسور محمد خپلی خبری وکړي. د بحرین د شخړو د حل مرکز ګډونوالو ته د ډاکټر ایهاب ایلسانباتی ارشد مشاور سره د لیدو زمینه برابره کړه تر څو هغه د علمي سفر ګروپ سره د مصر د حکمیت په اړه خپل تجارب شریکې کړي. ددي علمي سفر ګروپ په غونډو او لیدو کې فعاله ونډه واخیسته او هغه ستونزی او پوښتنی یی به ډاګه کړي چې افغانستان د بیرته ستیندو او د دندې  پر مهال به ورسره مخامخ کېږي.

د  مرکز د تخصص پر بڼسټ او تهداب ولاړ دی او ددي اړتیا لیدل کېږي چې زمونږ متخصصین د شخړو د حل د اجرااتو د متداوم او غوره توګه سر ته رسولو لپاره تل زده کړي ووينی او د مډرن او پرمختللی تخصص سره د شخړو د حل په برخه کې د خپلو نړیوالو سېالانو سره تعامل او متقابلی اړیکې ولري.