د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز او ADR مرکز په ګډه یو پنځه ورځنۍ ورکشاپ د ځوانو منځکړو لپاره چې د شنبې ورځي (۲۰۱۵ مارچ ۲۸ ) څخه تر چهار شنبې (۲۰۱۵ اپریل ۱) پورې دوام وکړ تر سره کړل.

دغه ورکشاپ د حرکت ادارې په مالي لګښت او د یو اروپایی با تجربه منځکړ او روزونکي (ادی ګاوریلا) په واسطه پر مخ وړل کېده.

هغه مهم موضوعات چې په دغه روزنیز پروګرام کې پرې بحث وشو په لاندې ډول دي.

  1. د شخزو حل مختلفي لارې چارې (مذاکره، منځګړیتوب او حکمیت)
  2. د منځګړیتوب ګټي
  3. د منځګړیتوب او مذکاراتو ستراتیژي او ځینې نور مهم موضوعات

په پای کې نصرت عصمتي د مرکز رئیس د مرکز د فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. ایزا محمد مدني د مرکز د قضیو مدیر، بیا د قضیو د تنظیم او مدیریت په هلکه خبرې وکړي، ورپسې صیام الدین پسرلی د مرکز د اړیکو او بازارموندني متخصص، د مرکز د اړیکو او بازارموندي فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورکشاپ د اسنادونو په ویشلو سره پای ته ورسید.